Über_das_Projekt.jpg
Über das ProjektAbout the project

You are here:

    د پروژې په هکله

    په بلیفیلد کې د آلمان سره صلیب ادارط او د فلم څایت میدین شرکت، په آلمان کې د روغتیا په برخه کې فلمونه طرحه او جوړ کړي دي. د هغوی مالي او مشورتي ملاتړ د نارد راین ویستفالن ایالت د کار، روغتیا او ټولینزو چارو وزارت کړی دی. زموږ له پاره دا مهمه وه چې خلکو ته د هغوی په خپله ژبه څومره چې ممکن وي ښه معلومات وړاندې کړو.

    موږ غواړو د مهاجرو د مرستندویه ادارو او د کډوالو د سلا مشورو له ټولو ډاکټرانو، روغتیا له ادارو او ډیر شمیر کار پوهانو هم مننه وکړو. له لومړي سره ټول پر دې موافق وو چې د روغتیا سیستم په اړه معلومات په بیلابیلو بهرنیو ژبو اړین وو او دا چې دغه موضوع هغو کسانو ته چې آلمان ته راځي د مساوي لاسرسي په برخه کې مرسته کوي. د فلم اخیستل یوازې د ډیرو لوبغاړو، د طبي پالنې سیستم او په ځانګرې توګه د هغو کسانو له مرستې سره ممکن شو چې پخوا یې آلمان ته مهاجرت کړی دی. موږ غواړو له ټولو هغو کسانو چې ونډه یې اخیستې او له موږ سره یې مرسته کړې ده، مننه وکړو:

    موږ همداراز غواړو چې له داو طلبو ژباړونکو سورچي هوشمند، ښاغلي رامیس کروما، ښاغلي قوسایي زور آیکات او ایهاب بدوي څخه د هغوی د کار له کبله هم مننه وکړو.

     

     

    همکاري کوونکي