Hinter_den_Kulissen2.jpg
Hinter den KulissenBehind the scenes

You are here:

    د صحنې تر شا

    د بیلیفېلد د زېنه په مسلکي ښوونځي کې د سهار ۰۷:۳۰ دي. د ښوونځي په آشپز خانه کې عزیز سلاد پریمنځي او په عین وخت کې د هغه نور ټولګیوال ګازرې، دولمه مرچ او د چرګ غوښه پرې کوي. معلمه ډاکټر ګېرت مایر، په اصطلاح د کډوالو ټولګي ګډونوالو ته ښيي چې حفظه الصحه په عمل کې څه ته وایي: یعنې غوښه باید په هغه تخته وړه نه شي پر کومه چې سلاد هم میده کیږي، څو د میکروبونو د انتقالیدو مخه ونیول شي.

    خو دغه څلور شاګردان نن یوازې پخلی نه کوي. «مننه، ډیر ښه وو شاټ وو، خو موږ باید دا یو ځل بیا تکرار کړو!» فملبردار مارک لوک، یوه بل شاټ ته هم اړتیا لري. د «فلم څایت میدین» فلم تولیدونکي کاري ډله، چې له مکروبونو څخه د ځان ساتلو په اړه فلم جوړوي، باید ګام په یوه صحنه کې ثبت کړي. له عراق، افغانستان او سوریې څخه دغه ځوانان چې په فلم کې نقش لري، ډیر تمرکز کوي او آن دومره ډاډه دي چې د کمرې پر وړاندې د پوښتنو ځوابونه په آلماني ژبه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې هغوی له ډیرې مودې راهیسې په دې هیواد کې ژوند نه کوي.

    زده کوونکي یوه لابراتوار ته ورځي، د کمرې کاري ډله هغوی هر وخت تعقیبوي. په لابراتوار کې هغوی د دروازې له دستګیر، د کمپیوتر له ماوس او د تختې له سپنج څخه نمونې اخلي. تر دې مخکې هغوی مکروبونه د دې هدف له پاره په یوه ځانګړي شوي ظرف کې روزلي وو. په عین حال کې د فلم څایت، لیکواله کریستینه فینګر، له ښوونکې سره مرکه کوي. ډاکټره ګریت مایر توضیح ورکوي چې هغه هم له خپلو زده کوونکو سره د مکروبي ناروغیو او واکسینونو په اړه خبرې کوي.

    د ښوونځي په کانتین کې د خوړو له پاره تر یوې لنډې دمې وروسته، فلم اخیستونکي کاري ډله د نسايي ولادي ډاکټرې، معاینه خانې ته ورځي. ډاکټره آیسي تونا، او یوه ځوانه ازربایجاني جوړه په دې فلم کې برخه اخلي. دا فلم د ولادت او مېندوارۍ او همدا راز د سرطان د مخنیوي، په اړه معلومات ورکوي. فلم جوړوونکي ډله ماښام وختي ټول ضروري مواد ثبتوي. فلمبردار خپل ضروري شاټونه ثبتوي او بیا یې یوه کمپیوتر ته د ایډټ له پاره انتقالوي.

    بله ورځ کریستینه فینګر، ثبت شوي شاټونه ارزوي چې معلومه کړي کومې صحنې په کوم ترتیب په یو او بل پسې ایډټ شي. تر هغې وروسته میرمن فینګر له ایدیتر لوکاس تپمایر، سره د لیدو وعده لري. هغوی په ګډه بیلابیل شاټونه، مرکې او موسیقي سره یوځای کوي چې فلم ترې جوړ شي. ځینو کسانو په خپله مورنۍ ژبه مرکې کړې وي. په داسې مواردو کې باید د هغوی مرکې وژباړل شي. تاتیانا تریمبچ، چې په بیلفیلد کې د آلمان د سره صلیب د ټولنیزو خدماتو او ډبلیو ال سره کار کوي داوطلب کسان استوي چې په فلم کې د ژباړونکو دنده ترسره کړي. د هغوی مرسته ځکه اړینه ده چې په فلم څایت، کې هیڅوک هم په سوراني، عربي او یا هم ازربایجاني ژبو باندې خبرې نه کوي.

    په عین حال کې د پروژې مشر او لیکوال تیو کنیپر، ویرسمولد ته له یوې بلې فلم جوړوونکې ډلې سره ورځي. هغوی غواړي د ماشومانو د ډاکټرې کلاودیا هامخر، په معاینه خانه کې یو فلم جوړ کړي. د الامیري کورنۍ د لومړنیو معایناتو له پاره د دې ډاکترې معاینه خانې ته راغلې ده. پنځه کلنه لییان، ګوري چې ډاکټره د هغې کوچنۍ ورور څرنګه معاینه کوي. اولیور دروکه د کمرې له لینزه ویني چې کوچنی یوسف څرنګه د پولیو یا ګوزڼ پر ضد واکسینیږي. هغه د دې ویډیو هم ثبتوي چې د لییان د سترګو او غوږونو معاینه کیږي او بیا ډاکټره شپږ کلن تامېرلن معاینه کوي چې ګیډه یې درد لري. فلمبردار هره صحنه څو وارې فلمبرداري کوي، هر ځل له یوې بلې زاویې څخه. هغه د فلم اخیستلو له پاره پر ځمکه څملي، پر زینو پورته کیږي او کمرې ته حرکت ورکوي. ټول، له ډاکټرې نیولې تر ماشومه پورې، حوصله کوي څو رڼا عیاره شي، سم پسم منظر وموندل شي او ټولو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي وي.

    په همدې ډول کار ادامه مومي او فلم اخیستونکی ټیم د نارد راین ویستفالن ایالت بیلابیلو برخو ته ورځي چې فلمونه ثبت کړي. تر څو اوونیو کار وروسته، ټول فلمونه ثبت شوي دي. د آلمان د سره صلیب او نارد راین ویستفالن ایالت د روغتیا وزارت کارکوونکي دغه فلمونه ویني، په اړه یې بحث کوي، نظرونه ورکوي، د ځینو بدلونونو غوښتنه کوي، د فلم جوړونکي ډلې د کار ستاینه کوي او د فلمونو د تنظیم د وروستي ګامونو په اړه له جزئیاتو سره خپل نظرونه شریکوي. لیکونکي، د ګرافیک څانګي هنرمندان او ایدیتران د فلمونو پر وروستۍ بڼې باندې کار کوي. ټول ډاډه دي چې مهاجر او پناه غوښتونکي چې د دې پروژې هدف دي، د دغو فلمونو له لارې نوي معلومات او مشورې ترلاسه کوي.

    همکاري کوونکي